سرچینه: د ژوند شریکولو د سمون پروسه او د جاري (روان) ملاتړ اختیارونه
English | Español | Lus Hmoob | Af Soomaali | Pусский | ကညီ | Oromoo | አማርኛ
پاڼه تازه شوې: 1/20/22
د ژوند شریکول د اړیکې پربنسټ د ژوند ترتیبات دي چې په دقت سره د 18 کلن یا ډیر عمر لرونکي یوه لوی (ځوان) فرد ته چې معیوبیت ولري د یوه بل فرد یا کورنۍ سره سمون ورکوي چې دوی به خپل ژوند او تجربې سره شریکوي او په نوموړي فرد متمرکز کړنو په کارولو سره به د اړوند فرد ملاتړ کوي.
"کوربه کور،" "شریک ژوند" او "د ژوند شریکول" دا ټول اصطلاحات د اړیکې پربنسټ د ژوند ترتیباتو ته راجع کیږي. دا اصطلاحات د یو بل پرځای کارول کیدی شي مګر DHS د سمون پروسې او د ژوند ترتیباتو تشریح کولو لپاره د "ژوند شریکولو" اصطلاح غوره کړې ده.
اوس مهال د ژوند شریکول د رسمي معافیت خدمت ندی. دې پاڼه کې پدې اړه معلومات شامل دي چې څنګه مخکښې ادارې، د خدمتونو وړاندې کونکي او لیواله افراد/کورنۍ کولی شي د ژوند شریکولو ترتیباتو رامینځته کولو لپاره د معیوبیت معافیت موجود خدمتونه وکاروي.
دا پاڼه د لاندې مواردو په اړه معلومات وړاندې کوي:
د ژوند شریکول څنګه د ورته ترتیباتو او خدمتونو څخه مختلف دی؟
د ژوند شریکول یوه 18 کلن یا د ډیر عمر لوی فرد ته چې معیوبیت ولري د یوه بل فرد یا کورنۍ سره سمون ورکوي چې هغه به ورسره خپل ژوند، تجربې، اړیکې او کور شریکوي، او همدارنګه په فرد متمرکز کړنو په کارولو سره به د اړوند فرد ملاتړ کوي. پدې ترتیباتو کې، فرد/کورنۍ خپل یا کرایی کور لري، او کاونټي/قبیلوي ملت د فزیکي کور جواز ورکوي.
فرد/کورنۍ اړتیا نلري د 245D جواز سره د مینیسوټا د روغتیا پاملرنې پروګرامونو (MHCP) د چمتو کونکي په توګه نوم لیکنه وکړي. پرځای یې، فرد/کورنۍ د ژوند شریکولو یوې ادارې سره کار کوي چې د ترتیباتو دوامداره کیفیت لرونکې څارنه وړاندې کوي او د فرد د ملاتړ پلان پورې ځانګړي د 245D جواز د تطابق ټول مسایل مدیریت کوي.
که چیرې فرد/کورنۍ د 245D جواز سره د MHCP چمتو کونکي په حیث نوم لیکنه غوره کړي، دا ترتیبات د ژوند شریکولو ترتیبات نه ګڼل کیږي. بلکه دا ډول ترتیبات بیا د کورنۍ رضاعي پاملرنه ګڼل کیږي. د 245D جواز شرایطو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، د 245D چمتو کونکو لپاره د DHS - جواز وګورئ.
د ژوند شریکولو ترتیباتو کې تر دوه پورې لویان شاملیدی شي څوک چې د معیوبیت معافیت خدمتونه کاروي او د یوه غیر مرتبط فرد/کورنۍ سره یوځای ژوند کول انتخابوي. د ژوند شریکولو ترتیباتو کې په یوه ورته کور کې ژوند کونکي د دوه څخه ډیر لویان نشي شاملیدی. مخکښ اداره باید د کور نظارت وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د دوه لویانو حد څخه زیات نشي. د نورو معلوماتو لپاره، په شرایطو برابرۍ برخه وګورئ.
څوک د ژوند شریکولو لپاره په شرایطو برابر دی؟
د 18 کلنو یا ډیر عمر لرونکي لویان د ژوند شریکولو ترتیباتو برخه کیدو لپاره په شرایطو برابر دي که دوی د لاندې معافیتونو څخه یو یې کاروي:
د ژوند شریکولو ترتیباتو کې ملاتړ ترلاسه کونکي تر دوه پورې لویان شاملیدی شي څوک چې د یوه غیر مرتبط فرد/کورنۍ سره یوځای ژوند کول انتخابوي. پدې کې شامل کیدی شي:
که چیرې په ترتیباتو کې د دوه څخه ډیر خلک دخیل وي، یا که دوه خلک سره خپلوان، شریکان یا ملګري نه وي، دوی نشي کولی د ژوند شریکولو ترتیبات وکاروي. نور خدمتونه کولی شي د دوه څخه ډیرو خلکو ملاتړ وکړي څوک چې یوځای ژوند کول انتخاب کړي (لکه د کورنۍ استوګنیز خدمتونه یا د ټولنې استوګنیز خدمتونه).
څوک د ژوند شریکول چمتو کوي؟
د ژوند شریکولو ترتیباتو کې درې اصلي خلک/نهادونه د تکمیلي (بشپړونکي) رولونو، مسؤلیتونو او فعالیتونو سره شامل وي:
د ژوند شریکولو ادارې شرایط
فرد/کورنۍ د خدمتونو ترلاسه کونکي فرد سره په شراکت د سمون پروسې په پیل کې د ژوند شریکولو اداره انتخابوي. په ګډه دوی د ژوند شریکولو ادارې څخه د اړین ملاتړ په اړه تړون یا قرارداد مذاکره (خبرې اترې) کوي. که لیواله وي، فرد/کورنۍ کولی شي دوه مختلف د ژوند شریکولو ادارې انتخاب کړي: یوه د سمون پروسې لپاره او یوه د جاري ملاتړ لپاره.
د ژوند شریکولو اداره باید لاندې ټول شرایط پوره کړي:
(یادونه: د ژوند شریکولو ډیری ترتیبات د یوه فرد/کورنۍ سره یوه فرد ته سمون ورکوي.)
د ژوند شریکولو اداره د کورنۍ روزنې او مشورې (د سمون لپاره) او د کورنۍ استوګنیز خدمتونو (د جاري ملاتړ لپاره) له لارې ملاتړ چمتو کوي. دا خدمتونه د DHS د نوم لیکنې (داخلې) اړین خدمتونه دي. د داخلې اړین خدمتونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، CBSM – معافیت/د AC خدمت چمتو کونکي عمومي کتنه وګورئ.
کومه تادیه چې د ژوند شریکولو اداره د کورنۍ استوګنیز خدمتونو له لارې د جاري ملاتړ لپاره ترلاسه کوي هغه د اړوند فرد او د فرد/کورنۍ اړتیاو پورې تړاو لري.
د فرد/کورنۍ شرایط
یو فرد/کورنۍ څوک چې خپل کور شریکوي باید هغه شیانو او مواردو باندې پوهیدلو او زده کولو لپاره چمتو وي کوم چې نوموړي فرد ته مهم دي او د مثبتو او پیاوړتیا پربنسټ کړنو په کارولو سره د دوی د ملاتړ لپاره مهم دي. دوی باید د فرد سره په ملاتړ کونکي، رغیدونکي چاپیریال کې د ژوند کولو ځای او مسؤلیتونه شریک کړي، په ځانګړي توګه که فرد ټروما (ذهني یا بدني ټکان) تجربه کړې وي یا د معیوبیت یا شخصیت اړوند مشخصات یې داسې وي چې اضافي توجه او وخت ته اړتیا ولري.
د ژوند کولو داسې وضعیت د ژوند شریکولو ترتیبات ندي که چیرې فرد د کورنۍ د فعالیتونو څخه جلا شوی وي، لکه د شریک ژوند ځای، خواړه، رخصتۍ، ملګرتیاوې یا د کورنۍ نورو غړو یا ګاونډیانو سره اړیکه. فرد/کورنۍ باید د نوموړی فرد ملاتړ وکړي چې د دوی د ملګرو ګروپ وساتي یا پراخه کړي څوک چې فرد ته معني لرونکي اړیکې چمتو کوي.
فرد/کورنۍ باید لاندې ورکړل شوي ټول لږ تر لږه شرایط پوره کړي:
(یادونه: فرد/کورنۍ د 245D جواز ته اړتیا نلري، مګر دوی بیا هم باید دا روزنې د ژوند شریکولو ادارې څخه ملاتړ سره بشپړې کړي.)
(یادونه: کله چې په فرد متمرکز روزنې شته شي، DHS به د DSD بریښنایی لیست اعلاناتو له لارې معلومات ولیږي. د نورو معلوماتو لپاره د DHS – په فرد متمرکز کړنې وګورئ.)
د ژوند شریکولو ترتیباتو اړوند شرایطو پوره کولو لپاره، فرد/کورنۍ باید د ژوند شریکولو ادارې سره تړون وکړي، چې د لاندې څخه کومه یوه کیدی شي:
د نورو معلوماتو لپاره، د ژوند شریکولو ادارې انتخابولو او ورسره تړون کولو برخه وګورئ.
د ژوند شریکولو کې څه شامل دي؟
د ژوند شریکولو ټول ترتیبات د فرد د ملاتړ پلان له مخې مخې ته ځي چې فرد باندې متمرکز دی.
د ژوند شریکولو کې درې مرحلې شامل دي:
سمون ورکول او د کډې پلان کول
د ژوند شریکولو اداره او مخکښ اداره د ګډو ترجیحاتو، ګټو، د شخصیت څرنګوالي، مسؤلیتونو، دوه اړخیز تړونونو، اړیکو وغیره پربنسټ د یوه فرد/کورنۍ سره فرد ته د سمون ورکولو پروسه تسهیل کوي.
د سمون ورکولو پروسه کې د فرد او فرد/کورنۍ ترمینځ مخامخ ناستې شامل دي. دا ناستې باید بیلابیل ځایونو کې وشي او د فرد د ګټو پربنسټ وي (لکه په یوه ورزشي برنامه کې یا د ټولنې برنامه کې ګډون کول، یوځای خواړه چمتو کول، د کورنۍ کور کې د اونۍ پای ورځې تیرول). بدیل میتودونه (لکه ویډیوی زنګ) د وبا پرمهال د سمون ورکولو پروسې لپاره کارول کیدی شي، که اړین وي او د ټولو اړخونو لخوا مناسب وګڼل شي.
د سمون ورکولو پروسې په جریان کې، د ژوند شریکولو اداره باید فرد باندې متمرکزې کړنې د دواړه فرد او د فرد/کورنۍ ملاتړ کولو لپاره د پیاوړي، په فرد متمرکز پلان جوړولو لپاره وکاروي. د نورو معلوماتو لپاره، CBSM - په فرد متمرکزې کړنې وګورئ.
په ځینې حالتونو کې د سمون پروسه لازمي نده. که چیرې ټول اړخونه دمخه یو بل پیژني او موافقت ولري نو دا یو ښه سمون دی، مخکښ اداره اړتیا نلري د سمون پروسې ته اجازه ورکړي.
د سمون کیدو وروسته، د ژوند شریکولو اداره:
پدې اړه د لارښوونو لپاره چې مخکښ اداره څنګه باید دې مرحلې ته اجازه ورکړي، د سمون ورکولو او د کډې پلان کولو لپاره د کورنۍ روزنې او د مشورې جواز برخه وګورئ.
د ژوند شریکولو ادارې څخه جاري ملاتړ
د ژوند شریکولو اداره باید فرد او فرد/کورنۍ ته جاري ملاتړ وړاندې کړي. د ژوند شریکولو ترتیباتو باندې د مینیسوټا ایالت.د §245D.081 ټول اړخونه پلي کیږي.
د فرد/کورنۍ تړونونه د ژوند شریکولو ادارې سره د خدمتونو ترلاسه کونکي فرد د سم ملاتړ او څارنې ډاډمن کولو لپاره. د ملاتړ دې مواردو کې د محدودیت پرته دا لاندې موارد شاملیدی شي:
پدې اړه د لارښوونو لپاره چې مخکښ اداره څنګه باید دې مرحلې ته اجازه ورکړي، د ژوند شریکولو ادارې لخوا د جاري ملاتړ لپاره د کورنۍ استوګنیز خدمتونو د جواز برخه وګورئ.
د فرد/کورنۍ لخوا ملاتړ
فرد/کورنۍ څوک چې خپل کور شریکوي:
پدې اړه د لارښوونو لپاره چې مخکښ اداره څنګه باید دې مرحلې ته اجازه ورکړي، د فرد/کورنۍ لخوا د ملاتړ لپاره د کورنۍ استوګنیز خدمتونو د جواز برخه وګورئ.
د ژوند شریکولو جواز څنګه ورکول کیږي؟
مخکښ اداره د فرد د خدمت تړون کې په لاندې توګه د ژوند شریکولو هرې مرحلې جواز ورکولی شي:
د اوږدمهال خدمتونو او ملاتړ خدمت درجې حدونو، DHS-3945 (PDF) کې د ژوند شریکولو او سمون ورکولو مرحلې او د ژوند شریکولو کورنۍ استوګنیز خدمتونو لپاره درجې او کوډونه شامل دي. د لاندې کوډونو لپاره د DHS-3945 مآخذ (حواله):
مخکښ اداره کولی شي فرد لپاره د نورو خدمتونو جواز ورکړي که اړتیا وي (لکه د مثبت ملاتړ خدمتونه، مهلت، د کارموندنې خدمتونه).
د سمون ورکولو او د کډې پلان کولو لپاره د کورنۍ روزنې او مشورې جواز
مخکښ اداره د کورنۍ روزنې او مشورې له لارې د ژوند شریکولو ادارې څخه د سمون ورکولو خدمتونو ته جواز ورکوي.
د سمون ورکولو مرحلې مهالویش ځانګړي وضعیت پورې تړاو لري. عموماً 3-6 میاشتې وخت اخلي چې خلک یو بل وپیژني، د نورو ایالتونو له مخې چې د ورته سمون ورکولو پروسې لپاره د تادیاتو جواز ورکوي. د سمون مرحله عموماً 50 ساعتونه (200 واحدونه) وي. د کورنۍ روزنې او مشورې خدمتونه په کال کې نهایي د 15 – دقیقو 500 واحدونو پورې محدود دي.
د کورنۍ روزنه او مشوره د بازار د نرخ خدمت دی. د دې خدمت لپاره نرخونه باید د بازار لګښتونه او CBSM – د بازار نرخ خدمتونو په اړه لارښوونه منعکس کړي. د دې خدمت جواز ورکولو لپاره، مخکښ اداره باید په CBSM – کورنۍ روزنې او مشوره کې ورکړل شوي لارښوونې تعقیب کړي.
مخکښ اداره همدارنګه کولی شي د هغه خلکو سمون کې مرستې لپاره د کورنۍ روزنې او مشورې جواز ورکړي څوک چې د ژوند مختلف وضعیت انتخاب کړي. د نورو معلوماتو لپاره، د نور جاري ملاتړ او استوګنې اختیارونو برخه وګورئ.
د ژوند شریکولو ادارې لخوا د جاري ملاتړ لپاره د کورنۍ استوګنیز خدمتونو جواز
مخکښ اداره د کورنۍ استوګنیز خدمتونو له لارې د ژوند شریکولو ادارې څخه د جاري ملاتړ جواز ورکوي.
عموماً د ژوند شریکولو اداره په میاشت کې 6-12 ساعتونه ملاتړ وړاندې کوي، چې د فرد ارزول شوي اړتیاو پورې تړاو لري. د پیلي لیږد په جریان کې (لکه 1-6 میاشتې)، د ملاتړ دا مقدار لوړ کیدی شي ترڅو ډاډ لاسته راشي چې فرد بریالۍ لیږد لري. مخکښ اداره باید دا خدمتونه نظارت کړي. کله چې د ملاتړ بدلون ته اړتیا وي، فرد/کورنۍ کولی شي د ژوند شریکولو ادارې لخوا د ډیر یا لږ ملاتړ لپاره مذاکره وکړي.
د فرد/کورنۍ لخوا ملاتړ لپاره د کورنۍ استوګنیز خدمتونو جواز
مخکښ اداره د کورنۍ استوګنیز خدمتونو له لارې د فرد/کورنۍ لخوا د ملاتړ جواز ورکوي. د ژوند شریکولو اداره د بشپړ کورنۍ استوګنیز خدمتونو نرخ ترلاسه کوي. بیا، د ژوند شریکولو اداره د جاري ملاتړ لپاره چې دا یې چمتو کوي د نرخ یوه برخه ساتي (لکه څنګه چې د فرد/کورنۍ سره مذاکره شوي وي) او پاتې مقدار فرد/کورنۍ ته د دوی چمتو کیدونکي خدمت لپاره ورکوي.
د ژوند شریکولو ترتیباتو کې دخیل هرڅوک باید د معیوبیت معافیت نرخ سیسټم (DWRS) مقررات تعقیب کړي، پشمول د:
مخکښ اداره د ورځني نرخ محاسبه کولو لپاره دا معلومات د MnCHOICES ملاتړ پلان کې په RMS کې ورکوي. مخکښ اداره باید د خدمتونو چمتو کونکي لخوا کنټرول شوي جوړښت کې په CBSM – د لویانو رضاعي پاملرنې، CBSM - د کورنۍ استوګنیز خدمتونو یا CBSM – استوګنیز سازګارۍ – SLS کې موجود پروسې تعقیب کړي.
د ژوند شریکولو ادارې انتخابول او ورسره تړون کول
فرد/کورنۍ د ژوند شریکولو اداره د ملاتړ او مرستې چمتو کولو لپاره انتخابوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د فرد ملاتړ پلان له نږدې نظارت کیږي او په سم ډول پلي کیږي. فرد/کورنۍ د کورنۍ استوګنیز خدمتونو څخه فنډونو سره د ژوند شریکولو ادارې لخوا خدمتونه پیري.
فرد/کورنۍ باید د ژوند شریکولو ادارې سره یو تړون وکړي. DHS د تړون رامینځته کولو پرمهال د حقوقي وکیل سره د مشوره کولو سپارښتنه کوي. د دې تړون اجزاو کې دا لاندې موارد شامل دي، مګر دې پورې محدود ندي:
د ژوند شریکولو تړون هغه مهال پیلیږي کله چې فرد کور ته کډه وکړي.
د سمون پروسې وروسته نور جاري ملاتړ او د استوګنې اختیارونه
د سمون ورکولو پروسه د هغه خلکو لپاره ګټوره کیدی شي څوک چې د ژوند بیلابیل ترتیبات انتخابوي (لکه نه یواځې د ژوند شریکولو ترتیبات). مخکښ اداره کولی شي د کورنۍ روزنې او مشورې له لارې د خونې ملګري یا پاملرنه کونکي موندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کولو کې لیواله خلکو لپاره د سمون ورکولو پروسې جواز ورکړي. پدې کې هغه خلک شامل دي چې غواړي خپل کور کې ژوند وکړي، د پاملرنه کونکي د ژوند د لګښتونو خدمت وکاروي یا د کورنۍ رضاعي پاملرنې جوړښت کې ژوند وکړي.
خپل کور
یو فرد کولی شي د خپل کور لپاره د خونې ملګري موندلو لپاره د سمون ورکولو پروسه وکاروي. د فرد خپل کور د یوې-کورنۍ کور یا د څو کورنیو-کور کې یو واحد کیدی شي (لکه اپارتمان) چیرې چې فرد اوسیږي، او فرد یا د هغه کورنۍ د اړوند انفرادي واحد مالکین وي/په کرایه یې نیولی وي او کنټرول یې په لاس کې وي، چې د اجارې تړون په واسطه وښودل شي (که اړوند وي). دا پدې معني دی چې د خدمت چمتو کونکی د کور/واحد مالک نه وي، نه یې چلوي یا اجاره کوي یا د فرد استوګنه کې مستقیم یا غیرمستقیم مالي ګټه نلري. د دې پالیسي په اړه د نورو معلوماتو لپاره، CBSM - د فرد خپل کور لپاره شرایط وګورئ.
د پاملرنه کونکي د اوسیدو لګښتونه
یو فرد کولی شي د سمون ورکولو پروسه د میشت پاملرنه کونکي موندلو لپاره وکاروي څوک چې د پاملرنه کونکي د اوسیدو لګښتونو له لارې دوی ته جاري ملاتړ وړاندې کوي. د پاملرنه کونکي د اوسیدو لګښتونو خدمت د یوه غیرمرتبط یا خپلوان پاملرنه کونکي په واسطه پیښ شوي ځینې لګښتونه تمویلوي څوک چې د 18 کلن یا ډیر عمر لرونکي فرد سره چې د معافیت خدمتونه ترلاسه کوي په یوه کورنۍ کې اوسیږي که چیرې پاملرنه کونکی تایید شوی خدمت وړاندې کړي. د دې خدمت په اړه د نورو معلوماتو لپاره، CBSM - د پاملرنه کونکي د اوسیدو لګښتونه وګورئ.
د کورنۍ رضاعي پاملرنه
یو فرد کولی شي د کورنۍ رضاعي پاملرنې خدمت وړاندې کونکي موندلو لپاره د سمون ورکولو پروسه وکاروي. د کورنۍ رضاعي پاملرنه داسې ترتیبات دي چې پدې کې فرد/کورنۍ د کور مالک وي یا یې کرایه کړی وي، په نوموړي کور کې اوسیږي او د کاونټي/قبیلوي ملت لخوا د فزیکي کور لپاره جواز ولري. فرد/کورنۍ د کورنۍ استوګنیز خدمتونو وړاندې کولو لپاره د 245D جواز سره د MHCP راجستر خدمت چمتو کونکی وي. د کورنۍ رضاعي پاملرنه کې تر څلور پورې غیرمرتبط لویان شامل کیدی شي چې د کورنۍ رضاعي پاملرنې خدمت چمتو کونکي لخوا ملاتړ ترلاسه کوي. د نورو معلوماتو لپاره، CBSM - د لویانو رضاعي پاملرنه او CBSM – د کورنۍ استوګنیز خدمتونه وګورئ.
د ژوند شریکولو ترتیباتو مثالونه
CBSM- د ژوند شریکولو سناریوګانې پدې اړه مثالونه وړاندې کوي چې د ژوند شریکولو ترتیبات څنګه کار کولی شي او د پلان پروسه کې د څه شي اټکل وشي. دا معلومات د معیوبیت لرونکي خلکو، کورنیو، د کیس مدیرانو او خدمتونو چمتو کونکو لپاره ګټور کیدی شي.
اضافي سرچینې
د مینیسوټا کمان – د استوګنې لاسرسي خدمتونه
CBSM - د استوګنې سرچینې
CBSM - د ژوند شریکولو سناریوګانې
CBSM - زما د کډه کولو پلان لنډیز
CBSM - په فرد متمرکز، د پوهې له مخې انتخاب او د لیږد پروتوکول
CBSM - انتقالي خدمتونه (BI، CAC، CADI، DD)
CBSM - معافیت/د AC تاوان د غیروړاندوینه شوي شرایطو لپاره
د سمون ملاتړ – میکایل سمول (ویډیو)
د مینیسوټا د روغتیا وزارت – د روغتیا پاملرنې چمتو کونکي نوملړ
کور ته د کډه کولو اړوند د مینیسوټا پروګرام جزوه
د نرخ مدیریت کاري پاڼې، DHS-6790 (PDF)
د RMS د کاروونکي جزوه – د کورنۍ استوګنیز خدمتونه:د استوګنیز کارمندانو لپاره د سوداګریز مقرراتو په اړه د چټک ماخذ لارښود
د خونې ملګري سمون – ډیریک ډوفریسن (ویډو)
Report this page